Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر کوثر دانش ښوونیز مرکز ځانمرګی برید څه ډول ترسره شو

د امنیتي ځواکونو د معلوماتو پر بنسټ بریدګر د کوثر ښوونیز مرکز ته تر ننوتلو مخکې د دغه مرکز د ساتونکو له خوا وپېژندل شو، او هغه د زده کوونکو د هغې ډلې په منځ کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له خپلو ټولګیو څخه د وتلو په حال کې وو.

شاهدان وايي چې بریدګر پوځي جامې اغوستې وې. 
          
د پېښې شاهد عصمت الله وايي:«داسې صحنه وه چې د ټولو زده کوونکو درسي ساعت پای ته رسېدلی و او رحصت شوي وو او بله دا چې «بریدګر» له پوځي جامو سره و او سپین څادر یې درلود. موږ له شا نه هغه ولید.» 
            
د پېښې شاهد محمد هاشم هم څرګنده کړه:«د چا لاس پرې شوی و. څوک له ګېټې ټپي و؛ یو ډېر خراب وضعیت و که چېرې کافر لیدی و.. زړه یې سوځېده. موږ له خپلو مشرانو دا هیله لرو چې بس ده نور نو بس ده تر کله به ځوانان مري، ټول د درس لپاره راغلي وو او خپل مور او پلار یې لرل.»
 
درې کاله مخکې هم پر دغه مرکز د برید هوډ شوی و، خو هغه مهال بریدګر د خپل لاسي بم له امله وژل شوی و.
 
هغه خونړۍ پېښه چې غمېزه یې رامنځته کړه او د کابل په لوېدیځ کې یې کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې.

د پلازمېنې په دیارلسمه حوزه د کوثر دانش د ښوونیز مرکز پر زده کوونکو له ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته؛ لا هم  د پېښې په ځای کې د بدن ټوټې؛ خواره واره کتابونه او کتابچې ترسترګو کېږي.

هغه څه چې دلته تېر شوي؛ د دغې سیمې په یوې امنیتي کمرې کې ثبت شوي دي، خو د پېښې شاهدان وایي چې کشفي ادارو هغه له ځانه سره وړې ده.
 
د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي هادي وویل:«زموږ د مشرانو لپاره ډېر د شرم ځای دی - هغه کسان چې د امنیت په سر کې دي او که چېرې نه شي کولای نو استعفادې ورکړي.»
                 
د کابل د لوېدیځ اوسېدونکې کریمه وايي:«رییس جمهور وايي چې زه د خلکو دسترخوان له ډوډۍ ډکوم، خاورې دې پر سر شه، ډوډۍ خو نشته، د خلکو کورونو ته دې وینې راوړې.»  
             
د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز په ۱۳۹۶ کال کې هم برید شوی و، خو هغه مهال ځانمرګی بریدګر په خپل لاسي بم سره ووژل شو او چاته  زیان ونه رسېد.
                
پخوانی پوځي اسدالله ندیم په دې هکله وايي:«د دا ډول عملیاتو ترسره کول، ترهګریز بریدونه دي، د سولې بهیر له منځه وړل دي، او د مذاکراه کوونکو ګروپونو ترمنځ د واټن او بې اعتمادۍ او د مذهبي او قومي کرکې راپارول دي.»  

د کوثردانش ښوونیز مرکز د کابل په لوېدیځ کې د زده کړې او د کانکور ازموینې د چمتووالي یو له تر ټولو پېژندل شویو مرکزونو دی او څه باندې پنځه زره زده کوونکي لري. د سږکال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره شمسیه هم د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکې وه.

تېره شپه ماښام، ځانمرګي بریدګر د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز برید وکړ. د امنیتي سرچینو د شمېرو له مخې په دغه برید کې ۳۰ تنه مړه او کابو ۷۰ تنه نور پټيان شوي دي.

شریک یي کړئ