Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سروردانش: پر کوثر دانش ښوونیز مرکز برید د طالبانو کار دی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د کابل په لوېدیځ کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز خونړۍ برید د طالبانو کار بولي او له خلکو غواړي چې خپل یووالی وساتي او د سختو ورځو لپاره چمتووالی ونیسي.

ښاغلی دانش په هغه پیغام کې چې د دغه برید د غندلو په پار یې خپور کړی، له امریکا، ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې طالبانو له خوا د افغانستان د خلکو بې رحمانه وژنې مخه ونیسي.
 
پر دغه مرکز د تېرې ورځې په برید کې ۳۰ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د دغې پېښې ډېری وژل شوي کسان هغه زده کوونکي دي چې له ولایتونو کابل ته راغلي وو او د کانکور لپاره یې چمتووالی نیوه.
           
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه وايي:«دا یوه ترهګریزه پېښه وه چې د طالبانو او د هغوی د همکارانو د جنایت پر دوام، د افغانستان د خلکو پر ضد، ښوونیز مرکزونه، سپېڅلي ځایونه او کلینیکونه او عامو خلکو د په نښه کولو لپاره ترسره شو.»

خو طالبان د کوثر پر ښوونیز مرکز برید کې خپل لاس لرل ردوي. که څه هم د ټولنیزو شبکو په ځینو حسابونو کې ادعا شوې ده چې دا برید د داعش له لوري شوی، خو د دغو شبکو یو شمېر کارونکي دا رسنۍ جعلي بولي.

د ټوېټرشبکې یوکارن (کارونکي) لیکلي دي چې دا اعلامیه جعلي ده او یوازې متن د یوه غیرعرب کس له لوري د ګوګل د ژباړې په ماشین عربي ته اړول شوی دی.

یو شمېر سیاستوال هم د داعش د خراسان څانګې له لوري د دغه برید کولوته چې د دوی په وینا یوه ماته شوې ډله ده؛ د شک په سترګه ګوري.
               
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګنده کړه:«طالبانو د دغې مسوولیت نه دی منل او داعش هم یو مجهول ادرس دی. هر څوک کولای شي هر کار یې چې وغواړي ترسره کولای شي او په اسانۍ سره هم داعش ته منسوب کړي.»

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی واقف حکیمي وايي:«دا د دولت د امنیتي ارګانونو مسوولیتونه دي چې د دغو پېښو سرچینې او عوامل په ګوته کړي.»

پخوانی جهادي مشر محمد اکبري هم وویل:«دوی د سولې مذاکرات زیانمنوي. مذاکرات باید په یوې ارامه فضا کې، له تاوتریخوالي یوې لرې فضا کې او په داسې شرایطو کې چې اوربند وشي مخته ولاړ شي.»

که څه هم د زده کوونکو دا ډله ییزه وژنه له سختو غندونو سره مخ شوې ده، خو  د زلمي خلیل زاد په تازه ټوېټونو کې سره له دې چې په تخار کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ملکيانو پر مرګ ژوبلې نیوکه شوې ده، خو د کابل د پروني برید په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د کابل اوسېدونکي په هېواد کې له ښکېلو لورو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او په هېواد کې د یونې له تویولو لاس واخلي.

د قربانیانو له خپلوانو محمد موسي وايي:«نه پوهېږم چې د پرتې تر شا کوم لاسونه کار کوي.»

د کورنیو چارو نوماند وزیر په غزني کې د القاعده شبکې د دویم کس ابو محسن المصري وژل کېدو ته په اشارې سره وایي چې دا  خبر له القاعدې سره د طالبانو د اړیمو د دوام ښکاره دلیل دی.

پر دغه مرکز د تېرې ورځې په برید کې ۳۰ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ