Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د دین عالمانو غونډه؛ 'هېواد کې د جګړې دوام نامشروع دی'

په هېواد کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله، نن یکشنبې (د لړم په ۴مه) کابو دوه زره د دین عالمان په کابل کې یوې غونډه کې په هېواد کې روانه جګړه نامشروع وبلله.

د دین دغو عالمانو، له ښکېلو لوریو غوښتي دي چې له دې ډېر نور خلکو ونه وژني.

دوی وایي چې د اسلامي لارښوونو له مخې په هېواد کې د جګړې دوام مشروعیت نه لري او باید دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
           
دیني عالم عبدالسلام عابد وايي:«هر څوک چې یو کار ترسره کړي، د هغه د کار پر بنسټ هغه ته په دوزخ کې سزا تعیینېږي.»
      
دیني عالم حبیب الله حسام هم وویل:«راشئ او د خپلې جګړې دوسیه پر هغه مېز چې قران حکم کوي، نبوي سنت یې پرېکړه کوي کېږدئ.»

دا دیني عالم له طالبانو غواړي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي او تر دې زیات د هېوادوالو په تېره بیا د ماشومانو د وژل کېدو لامل نه شي.

دیني عالم علي عطايي څرګندوي:«هره ورځ خپل ځوانان له لاسه ورکوو، یو یتیمېږي، یوه ګونډه کېږي؛ نو دا جګړه نوره بس ده او موږ له دواړو لوریو غواړو چې نور نو جګړه بس کړي.»

ځينې دیني عالمان د نړۍ هېوادونه هم د افغانستان د کړکېچ یو لامل بولي.

دیني عالم محمد نبي ایوبي وايي:«دا چې نړۍ راشي له لونګۍ او ږیرې سره د مسلمان په توګه زموږ کرکچنې څېرې خپرې کړي. تر کله به راشي او د اسلام له پيروانو د مسخرو نړۍ جوړه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلام د عالمانو د نړیوالې ټولنې رییس هم له طلوع نیوز سره په مرکه کې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام د دین د اصولو پرخلاف او نامشروع اعلان کړه.

شریک یي کړئ