Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین: روسیه افغانستان کې د امریکا شتون سره مخالفت نلري

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین وايي چې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون د سیمې امنیت په ګټه دی.

ښاغلي پوتین تېره ورځ(یکشنبې د لړم په ۴مه نېټه) یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، مسکو افغانستان کې د  امریکايي پوځیانو د شتون پلوۍ وه او د امنیت شورا پرېکړه لیک ته یې په دې اړه مثبته رایه ورکړې ده.

د روسیې ولسمشر ویلي دي لا هم په دې باور دی چې افغانستان کې د امریکا شتون د مسکو بهرنیو ګټو سره ټکر کې نه دی.

ده همداراز زیاته کړې:«کله چې اعلان شوه چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستو لپاره چمتووالی پیل کړی، زموږ رسمي دریځ دا وو چې دا اقدام به د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي، خو زه شخصآ فکر کوم چې دا وتل به ډېر خطرونه رامنځته کړي.»

افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی

په دوحه کې د سولې هڅو سره هم مهاله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په لړ کې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو سرمنشي چې د جمعې په ماښام په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په پای غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ چې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي.

هغه له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په هکله هم وویل که چېرې ټاکل شوې وي دغه ځواکونه له افغانستانه بهر شي، د ناټو غړي به په ګډه په دې اړه پرېکړه وکړي:"لکه څرنګه چې یو ځای افغانستان ته ولاړو، له افغانسانه به یوځای بهر هم شو کله چې وخت یې راورسېږي."

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو وتل د افغانستان له شرایطو سره تړاو لري.

ینس سټولټبنرګ په دوحه کې د سولې له هڅو هرکلی وکړ او وې ویل چې ناټو له دغه بهیره ملاتړ کوي، خو هغه زیاته کړه چې د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې به وساتل شي.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې خبرو اترو د رسمي خوندې پر سر په چنې وهلو بوخت ديږ خو تراوسه بریالي شوي نه دي چې د دغو خبرو کړنلاره جوړه کړي.

له دې سره جوخت په هېواد کې نښتې د پام وړ زیاتې شوې دي؛ لکه څرنګه چې د ملي دفاع وزارت شمېرې ښيي چې دم کړۍ د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې جګړه روانه ده.

د روسیې ولسمشر ویلي، لا هم په دې باور دی چې افغانستان کې د امریکا شتون د مسکو بهرنیو ګټو سره ټکر کې نه دی

شریک یي کړئ