Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د اوربند ټينګښت په پار د پاکستان لومړي وزیر ټينګار

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د مجمع په دوه وروځنۍ غونډه کې وایي چې د دغه هېواد ټولې امنیتي برخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په هڅه کې دي.

ښاغلي خان وویل چې پاکستان د افغانستان په څلوېښت کلنې جګړه کې د هر بل هېواده ډېر زیان لیدلی دی او له همدې امله د پاکستان ملي پوځ او استخبارات هڅه کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او په دغه هېواد کې اوربند رامنځته شي.
 
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان:«موږ وینو چې هره ورځ په افغانستان کې خلک شهیدان کېږي؛ موږ یې په لیدو خواشیني کېږو، تاسو ته ډاډ درکوو چې په بشپړه توګه هڅه کوو، زموږ حکومت، زموږ پوځ، زموږ استخباراتي اداره، ټول خپله ټوله هڅه کوي چې په یو ډول په افغانستان کې تاوتریخوالي کم شي، اوربند وشي او ټیکاو رامنځته شي.»

د پاکستان لومړی وزیر د سولې مېز ته د طالبانو حاضرېدل د اسلام آباد د هڅو پایله بولي.

هغه همدارنګه زیاته کړه په پاکستان کې یوه اندېښنه دا ده چې شونې ده هند افغانستان د پاکستان په وړاندې استفاده کړي.

ښاغلی خان څرګندوي:«په پاکستان کې یوه اندېښنه دا ده چې هند افغانستان زموږ په وړاندې استفاده کړي چې زموږ په هېواد کې بې ثباتي رامنځته کړي. خو موږ پرېکړه کړې ده هر هغه څه چې د افغانستان خلک غواړي موږ به له هغې ملاتړ وکړو، موږ له هغوی سره ښې اړیکې لا ښې کوو د دې لپاره چې د دغې سیمې راتلوونکی، د افغانستان او پاکستان په اړیکو، همکاریو او سوداګرۍ کې دی.»

د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني په دې غونډه کې له پاکستان سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ښه والي ټینګار کوي.

د هېواد د ولسي جرګې رییس له جمعې ورځې راهیسې د دې جرګې د جګپوړي پلاوي په مشرۍ په پاکستان کې د دغه هېواد له چارواکو سره پر کتنو بوخت دي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې د سولې مېز ته د طالبانو حاضرېدل د اسلام آباد د هڅو پایله وه.

شریک یي کړئ