Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سقوط شویو سیمو بېرته نیولو لپاره تازه دمي ځواکونه هلمند ته رسېدلي

امنیتي چارواکو نن (دوشنبې، د لړم په ۵مه) وویل چې په هلمند کې د پرځېدلو سیمو د بېرته نیولو لپاره تازه دمي ځواکونه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته رسېدلي دي.

ملي دفاع وزارت وايي چې دغه ځواکونه له هغې لویې لارې لښکرګاه ښار ته تللي دي چې طالبانو یې د نیولو ادعا کړې ده.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت چارواکي د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمو او د دغه ولایت په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو له دوامه خبر ورکوي.

د امنیتي چارواکو په وینا ځانګړي ځواکونه تېره ورځ ماښام د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره چې تېره اوونۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي هلمند ولایت ته رارسېدلي دي.

د ملي پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په دې اړه وویل:«ټولې هغه هیلې او ارزوګانې چې په زړه کړې لري، ګور ته یې وړي او حتا د خپلو مړو د محرم ساتلو لپاره د شپې له خوا راځي او ټولوي یې، او دا خبره پټه کې چې دوی ګواکې درنه مرګ ژوبله نه ده لیدلې.»

ځايي چارواکي وايي چې عملیات د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې دوام لري او د ډېرو ځواکونو له رارسېدو سره ډېرې سیمې به تصیفه او خلکو ته به د ارام ژوند زمینه برابره شي.

د هلمند والي یاسین خان هم وايي:«عملیات مو بیا پیل کړي دي. د دې په خاطر چې موږ څومره ژر وکړای شو خپلو خلکو ته هوساینه ور په برخه کړو. او دغه کلی او کور چې د دوی (طالبانو) له لاسه مهاجر شوي دي او د دوی له کورونو نه د سنګرونو په توګه استفاده شوې ده، د دوی (خلکو) لپاره ساحه تصفیه کړو.»

هغه ځواکونه چې تازه هلمند ته رسېدلي دي، وايي چې تر ډېره تمرکز یې د لښکرګاه ښار څلورمې حوزې، نادعلي ولسوالۍ او ناوې ولسوالۍ ته دی.

یو له دغو سرتېرو فیض محمد وویل:«موږ راغلي یوو چې دوی وځپو او له هېواده یې ورک کړو. هغه څوک یې چې ملاتړ کوي هغه ته ورشي. او دوی شړلای هم شو.»

بل سرتېری ذاکرالله هم وايي:«کوم خلک چې مهاجر شوي دي، د خپلو امرینو په امر باندې چې موږ ته امر شوی دی هغه سیمه ورته پاک کوو او دوی کولای شي چې بېرته خپل ځای ته ولاړ شي، ځکه مخته ژمنی راروان دی.»

دوه اوونۍ مخکې، طالبانو له ډله ییز برید سره د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه او په ناوه او نادعلي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پوستې ونیولې.

دغه جګړه د کابو ۴۰ زره هلمندیانو د بې ځایه کېدو لامل هم شوې ده.

شریک یي کړئ