Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بنګله دېش کې دیني عالمان: د افغانستان جګړه شرعي توجیه نه لري

په بنګله دېش کې دیني عالمان، په افغانستان کې د روانې جګړې له حرام بللو سره، وايي چې دغه جګړه شرعي توجیه نه لريږ

د دین دغه عالمان د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې خبرو اترو له ملاتړ سره  ټينګار کوي چې ښکېل لوري دې د خلکو غوښتنې ومني او ډېر ژر دې دایمي اوربند اعلان کړي.
 
بلخوا میدان وردګ یو له هغو ولایتونو دی چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د تر ټولو ډېرو امنیت ضد پېښو شاهد و. په دغه ولایت کې طالبانو او افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو سربېره یوازې د دغه ولایت په چک او جلریز ولسوالیو کې پنځه ملکیان وژل شوي دي.
         
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زی په دې اړه وايي:«په یوې چاودنه کې څلور تنه مُلکیان شهیدان شول چې موټر یې پر ماین برابر شو او همدارنګه د چک په ولسوالۍ کې د مخالفینو له لوري د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې یو موټر ویجاړ او یو مُلکي وژل شوی دی.» 

د ملي دفاع وزارت وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد د ۲۵ ولایتونو په ځینو برخو کې د امنیت ضد پېښې او د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، نورستان، پروان، کابل، کونر، پکتیا، خوست، غزنی، لوګر، وردګ، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، هلمند، کندوز، بدخشان او بغلان په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د جګړو شاهد وو.
             
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی زیاتوي:«طالب ډلې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه ترسره کړي دي او افغان امنیتي اتلو ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه بریدونه شنډ او دښمن ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.»

له دې سره همهاله په بنګله دېش کې دیني عالمان د سولې بهیر په ملاتړ سره په افغانستان کې روانه جګړه شرعي نه بولي او په دغه هېواد کې ژر تر ژره د اوربند د ټينګښت غوښتنه کوي.
                
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«هم دفاع وکړي او هم باید یرغلي حالت هم غوره کړي، د دې په خاطر چې دا تاوتریخوالي نه کمېږي او موږ هره ورځ مرګ ژوبله لرو.»

پر دې سربېره د اسلام د علماوو د نړیوالې ټولنې رییس په دې وروستیو کې له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان روانه جګړه شرعي جواز نه لري.

په بنګله دېش کې دیني عالمان ټينګار کوي چې ښکېل لوري دې د خلکو غوښتنې ومني او ډېر ژر دې دایمي اوربند اعلان کړي.

شریک یي کړئ