Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې هڅې؛ د جمهوري مرکچي پلاوي څلور غړي کابل ته راستانه شوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي څلور غړي د قطر له پلازمېنې دوحې نه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې سعادت منصور نادري، فوزیه کوفي، متین بیګ او کلیم الله نقیبي د هغه څه له امله چې خپلې شخصي ستونزې یې په ګوته کړې دي، کابل ته راغلي دي.

ورته مهال د چارو ځينې شنوونکي په دې اند دي چې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې بهیر، د دغو مذاکراتو د کړنلارې پر سر د اختلافونو د نه حل کېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي او د دغو اختلافونو د حل لپاره د پاکستان هڅو هم کومه پایله نه ده لرلې.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې اریکسن سوریده سره لیدلي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په دغې لیدنه کې، په افغانستان کې د پایدارې او ټول ګډونې سولې ټينګښت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

اریکسن سوریده همدارنګه د تاوتریخوالي پر پای ټینګار کړی دی او له طالبانو سره د سولې بهیر کې د ښځو ګډون، ډېر مهم ګڼي.

بلخوا سرچینې وايي چې د دواړو لوریو پلاويو هوکړه کړې ده چې د اختلافونو د حل لپاره د قطر حکومت د اسانیتا رامنځته کوونکي یا منځکړي په توګه کړنه وکړي.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شوونکی طاهر خان په دې اړه وویل:«د پاکستان او امریکا د لار نقشې لفظ استعمال کړی و چې دوی به دواړو غاړو ته تجاویز ورکوي، زما په اند دغو تجاویزو هم تراوسه پورې کار نه دی کړی او معنا یې دا ده، هغه فکر او سوچ وو، چې دا خبرې به اوږدې وي او دا به پېچلې وي یا به ستونزې وي هغه حالت سره مخامخ دي.» 

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په هلمند کې جګړې به زرګونه کورنۍ بې کوره کړي دي او په خراب وضعیت کې د خېمو لاندې ژوند کوي، وايي چې د سولې بهیر له خبرو اترو څخه ناهیلې شوي دي.

د هلمند د جګړې یو له دغو بې ځایه شویو څخه عایشه وايي:«کور مو در په دره کوچنیان مو در په دره، نیم دلته او نیم هلته سره ناست یوو، د دې پر ځای ښه ده چې سوله راوی. د دین وروڼه دي سره یوځای دې کېښني.»

د هلمند بل بې ځایه شوي کس احمد هم وویل:«نن ورځ موږ هم د قطر مشرانو ته وايي او هم دغو مشرانو ته وايي چې نور دا جنګ بس کړی، د قران روی ته وګورې سره کېنښې، په منځ کې مو ولسي وګړي در په دره کړل.»

د هلمند بل بې ځایه شوی حاجي واخان هم زیاتوي:«د طالبانو له مشرانو او د حکومت له مشرانو غواړو چې دوی یوه سوله راولي او له حکومت سره جوړه وکړي دا عام خلک ولې در په دره کېږي. دوی دا حکومت پرچا کوي چې عام خلک نه یي.»

د جګړې دغه بې ځایه شوي وايي چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو له پرانیستې کابو ۴۰ ورځې تېرېږي، خو د هغوی په وینا که چېرې مرکچي پلاوی یوې هوکړې ته ژر ونه رسېږي، ډېر خلک به د جګړې په اور کې وسوځي.

شریک یي کړئ