Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې برید وروسته له ۹ ساعتونو پایته ورسید

خوست ولایت کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو پر مرکز موټر بم برید د دوو کسانو ژوند واخیست او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین وايي چې نن سهار(سې شنبې د لړم په ۶مه نېټه) خوست ولایت کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو مرکز ته نیږدې موټربم چاودنه شوې او بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت شول.

اوسمهال د خوست د والي ویاند، طالب منګل وايي چې برید وروسته له ۹ ساعتونو د ټولو بریدګرو په وژنې پایته ورسید.

دغه برید سهار کابو شپږ بجې پیل شو چې اووه بریدګر له لومړي موټربم چاودنې وروسته له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ټپيانو کې لس تنه ملکي کسان شامل دي.

د ښاغلي ارین په خبره، د پولیسو دغه مرکز ته د بریدګرو له ننوتو مخنیوی شوی دی.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

شریک یي کړئ