Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل‌زاد: سیاسي هوکړې ته د رسېدو کړکۍ به تل خلاصه نه وي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي چې د ژمنو سره سره افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی.

هغه سې‌شنبې(د لړم په ۶مه نېټه) پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د یوه سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو ور به د تل لپاره پرانیستی نه وي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي:«زه سیمې ته راستون شوی یم او ناهیلی یم چې د اورکم لپاره د ژمنو سربیره، دغه کار ندی شوی.‌»

د خلیزاد په خبره سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هیوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ، سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.

هغه همداراز څرګنده کړې ده چې افغانان په ډیر شمېر کې وژل کیږي او سیمیز ورانکاري د خپلو نامشروعو موخو لپاره له افغانانو څخه د مردکیو د باروتو په توګه کار اخلي. وینه تویول باید ودرول شي.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې افغانان باید د ورانکارۍ پر ځاې پرمختیا، د غوبل پر ځاې ټیکاو، د غچ اخیستلو پر ځاې بخښنې او د نه نرمښت پر ځاې مصلحت ته مخه کړي

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ زلمي خلیلزاد ناروې ته سفر ورکړ او د سولې په تړاو یې د نړیوالې همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.

خبرباڼه کې راغلي دي چې  خلیلزاد به دوحه کې د افغان سولې بهیر لپاره له مرکچي پلاویو سره د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«ډېر شمېر افغانان مړه کیږي. اړخونه په فورآ د تاوتریخوالیو کمښت ته چې د دایمې اوربند لامل شي، اړتیا لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي دي چې خلیلزاد به پر مذاکره کوونکي پلاويو فشار راوړي چې د یوي سیاسي تګلارې او ۴۰ کلنې جګړې پایته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

تاوتریخوالیو کې د ملکلی کسانو مرګ ژوبله

ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې وايي چې د سولې خبرو پیل سره افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله نه ده کمه شوې.

د راپور له  مخې که څه چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو نهو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پرتله د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه ۳۰ سلنه کمه شوې، خو د خبرو پیل نه دی توانېدلی چې دغه مرګ ژوبله ودروي.

دغه تازه راپور د روان زږدیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۵،۹۳۹ تنه ښیې چې له ډلې یې ۲۱۱۷ وژل شوي او ۳۸۲۲ ټپيان شوي دي.

سره له دې شمېرې ښیې چې د روان کال مرګ ژوبله د تېرو اتو کالو پرتله کمه ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) د جګړې له ښکلو غاړو غواړي چې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

دوحه کې خبرې اترې

له یوې میاشتې ډېره موده کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې رسمي خبرو لپاره مقدماتي ناستې پيل شوې، خو تر اوسه دواړه لوري د اصلي خبرو پر طرزالعمل هوکړې ته نه دي سره رسېدلي.

که څه چې تمه کېده د سولې خبرو پیل سره هم مهاله افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي، خو تاوتریخوالی زیات شوی دي، د دفاع وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په شلو ولایتونو کې  د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. له دې ډلې کابو درې اوونۍ کېږي چې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار څنډو کې سختې نښتې روانې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دغو نښتو کابو اویا زره کسان بې کوره کړي هم دي.

ملګرو ملتونو همداراز هلمند کې د نښتو زیاتوالي، ننګرهار، لغمان او غور کې بریدونو، تخار کې هوايي برید او د کابل لویدیځ کې پر یوه روزنیز مرکز د برید په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ