Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وروستیو ترهګریزو بریدونو د عاملانو د نه روښانتیا په هکله پوښتنې

په هېواد کې ځینې ترهګریزې پېښې چې هېڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی، یو لړ پوښتنې راولاړې کړې دي.

یوازې په تېرو څو ورځو کې، په کابل ښار کې څو ځلي او په خوست ښار کې یو ځلي ځانمرګي او نور بریدونه شوي چې لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د هغو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی؛ دا هم په داسې حال کې دی چې، د افغان دولت او طالبانو مرکچیان له نږدې دوو میاشتو راهیسې د سولې خبرو د پیلېدو لپاره په دوحه کې شپې او ورځې تېروي.

د سولې پر بهیر او له طالبانو سره له احتمالي سولې وروسته د هېواد د ښارونو د امنیت څرنګوالي باندې د دغو پېښو اغېزې هغه اندېښنې دي چې د دغو بریدونو د عاملانو د نه روښانتیا په لړ کې رامنځته شوې دي.

په دې منځ کې، هغه ترهګریزې انسان وژنې چې د هغوی عاملان هم نه دي معلوم، پر دغو پېښو ور زیاتې شوې دي.

د سیاسي چارو شوونکی عبدالباري عارض وايي:«حکومت او طالبان دوه متضاد قطبونه دي. له دې مخکې هم د طالبانو له خوا د دولت د غړو هدفي وژنې جریان درلود او اوس هم دوام لري او تازه خبر نه دی. هدفي وژنې به د جبهه يي جګړو ترڅنګ دوام ولري.»

د میدان وردګو پخوانی والي عبدالیمین مظفرالدین هم څرګندوي:«ځينې خلک خپل پایښت په جګړې او نابودۍ کې ویني.»

په دې منځ کې امنیتي بنسټونه بیا ډېری دغه پېښې په طالبانو پورې تړي؛ خو طالبان بیا ډېری وختونه دا ډول بریدونو کې خپل لاس لرل ردوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه وايي:«طالبان تل له چاودنو او د سړک غاړې ماین چاودنو، د موټر بم چاودنو سره د مُلکي مرګ ژوبلې لامل شوي دي.»
   
د هېواد په ځینو ښارونو کې دغه ډول بریدونه په داسې حال کې ډېر شوي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو پرانېستې هم د افغانستان په جګړو کې څه کمښت نه دی راوستی او له څه مودې راهیسې د جګړې ښکېلو خواو د جګړې په ډګرونو کې د خپلو جنګیالیو د جسدونو د ویډیوګانو خپرولو ته مخه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګندوي:«ځينې بریدونه شوي چې په هغه اړه موږ د دفاع حق لرو. له ځانه مو دفاع کړې. ځینې عملیات او عکس العملونه دي. بمبارۍ کېږي، د شپني عملیات کېږي، یرغلي بریدونه کېږي. د دغو په وړاندې طبیعي ده چې دفاع کېږي او عکس العمل ښودل کېږي.»

تر دې مخکې کورنیو چارو وزارت ویلي چې، د طالبانو په لارښونه یوه ۱۰۰ کسیزه ډله د هېواد په ځینو ښارونو کې د موخه ییزو وژنو لپاره لاس په کار شوي؛ خو طالبانو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې، دوی یوازې د امنیتي او دفاعي بنسټونو کارکوونکي په چریکي بریدونو سره په نښه کوي. 

شریک یي کړئ