Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ژنیو ناسته؛ 'دافغانستان ملاتړي به د مرستو دوام په هکله ډاډ ورکړي'

ټاکل شوې ده چې له یوې میاشتې په کمه موده کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په هکله د ژنیو نړیواله ناسته جوړه شي.

د فنلنډ بهرنیو چارو وزیر د راتلونکې زیږیزې میاشتې ۲۳مه د ژنیو ناستې د جوړېدو ورځ په ګوته کړې چې ټاکل شوې، دغه هېواد د ملګرو ملتونو له ټولنې او افغان حکومت سره د څلورو نورو کلونو لپاره له افغانستان سره د مالي ژمنو د دوام په اړه جوړه کړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر فنلند پکاها وشیو په دې هکله وویل:«دغه ناسته په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي؛ چې نړیواله ټولنه او د افغانستان ملګري هېوادونه یې د څلورو کلونو لپاره د خپلو مرستو په اړه ژمنې بیا تازه کړي. اوس چې ورکړ شوې ژمنه د پایته رسېدو په حال کې ده؛ نو اړتیا ده چې، د تازه ژمنو لپاره بله ناسته جوړه شي.»

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«له دې سره سم، د سولې بهیراو په دوحه کې خبرې اترې دوام لري. ډېری مرستندویه هېوادونه دا پوښتي چې، د سولې بهیر پایلې به څه وي؟ او څه ډول به تاوتریخوالی راکم شي؟ موږ سلا کړې چې، د دغې ناستې د یوې برخې په توګه دا شرط وړاندې کړو؛ همدا چې، د مرستو ژمنه وشي، نو ورسره باید روښانه شي چې، افغانستان په سم لوري روان دی او تر ټولو مهمه دا چې تاوتریخوالی باید راکم شي.»

افغان حکومت هم ژنیو ناستې ته د تلو لپاره د چمتوالي په حال کې دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«افغانستان دا ځل خپل منظم او اوږده پراختیايي پروګرامونه چې د هغه چورلیز د پراختیا دوام او ځان بساینه ده، د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د نړیوالې تولنې د ملاتړ د جلب لپاره به له هغوی سره شریک کړي.»

داسې پتېیل کېږي چې په یاده ناسته کې به له ولسمشر غني سربېره د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر هم ګډون ولري.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې نړیواله ټولنه په منظمه توګه له افغانستان سره د مرستو د دوام په موخه په هرو څلورو کلونو کې یوه نړیواله ناسته جوړوي. په ۲۰۱۶ کال کې په بروکسل کې په جوړه شوې نړیوالې ناسته کې، د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازو د څلورو کلونو لپاره د ۱۵،۲ مېلیارده ډالرو د مرستې د ورکړې ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې ده چې د ژنیو ناسته د روان زیږدیز کال د نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه