Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات بندخونه کې نښته؛ اته بندیان وژل شوي

هرات کې د امنیتي ځواکونو او بندیانو ترمنځ نښته کې اته بندیان وژل شوي دي، او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی نن(پنجشنبې د لړم په ۸مه نېټه) وايي چې د پېښې وژل شوي او ټپيان روغتو ته لېږدول شوي دي.

سیمه ییز مسوولین وايي نښته هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د بندخونې پنځم بلاک کې د خپل‎‎سره جوړو شویو غرفو په ورانولو پیل وکړ.

د والي ویاند، جیلاني فرهاد هم څرګندوي چې تېره شپه لسګونو بندیانو بلوا وکړه او پر امنیتي ځواکونو یې برید وکړ، خو حالت کنټرول شو.

ویل کیږي چې بندیانو د پنځم بلاک ځينې برخې سوځولې دي.

په همدې حال کې تېره شپه تر ناوخته زندان کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

امنیتي مسوولین وايي چې اوس مهال زندان کې حالت عادي شوی دی.

سیمه ییز مسوولین وايي نښته هغه مهال پیل شوې چې پولیسو د بندخونې پنځم بلاک کې د خپل‎سره جوړو شویو غرفو په ورانولو پیل وکړ.

شریک یي کړئ