د سمنګانو د والي ویاند، محمدصدیق عزيزي په یوې ترافیکي پېښه کې ژوند بایلود.
د دغه ولایت د پولیسو ویاند، عبدالمنیر رحیمي وايي چې پېښه تېره شپه(پنجشنبې د لړم په ۸مه نېټه) په ایبکو ښار کې له یوه باروړونکي موټر سره د ښاغلي عزیزي د موټر ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د والي ویاند کله چې د شپې یوولس بجې له یوه اده د کور پر لور روان وو، لاره کې پېښه شوې.
محمدصدیق رحیمي د بلخ پوهنتون له خبریالۍ پوهنځي فارغ شوی وو او کابو لس کاله یې د سمنګانو د والي ویاند په توګه کار وکړ.