په لسګونه هغه ښځې چې په جګړه کې یې خپل خاوندان او پلرونه له لاسه ورکړي دي، نن شنبې (د لړم په ۱۰مه)په هرات ښار کې په یوې غونډه کې د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د قربانیانو د کورنیو غړو ته د پاملرنې غوښتونکي شول.
د جګړې د قربانیانو دا کورنۍ خپل ژوند ستونزمن بولي او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر ساتلو ټینګار کوي.
د ملي اردو د وژل شوي افسر مېرمن سکینه خلیل وايي:«د خاوند له شهادت څخه مې مخکې دولت هغه ته هره ورځ زنګ واهه چې دندې ته ولاړ شه، خو د هغه له شهادت وروسته وهېر کړل شو.»
د وژل شوي حکومتي کارکوونکي لور سهیلا هم وویل:«هغه شهیدان چې زړونه یې د هېواد د خدمت او بریا لپاره ټوپونه وهي، باید هغوی کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وشي او هڅه وکړي چې د هغوی اولادونه له پرمختګ او ترقۍ څخه پاتې نه شي.»
دا مېرمنې او نجونو د حکومت او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځه تلو ته اندېښمنې دي.
د هرات د ولایتي شورا غړی سکینه حسیني څرګندوي:«ډېرې اندېښمنې یوو؛ د دې لپاره چې له بده مرغه لومړی بهیر روڼ نه دی او دویم چې د مېز په چاپېر د ښځو شمېر کم دی او درېیم دا چې ښځې د خبرو اترو په لومړیتوب کې نه دي.»
د هرات اوسېدونکی سهیلا صبري هم وايي:«له دولت څخه زموږ غوښتنه د لاسته راوړنو ساتل او دوام دی او په واقعیت کې په مذاکراتو کې د ښځو د حق او حقونو نه قرباني کېدل دي.»
د هرات ځايي چارواکي وایي چې له طالبانو سره به مذاکراتو کې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه سرې کرښې دي.
د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده څرګندوي:«له بده مرغه ځينو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. موږ هیله لرو چې مقابل لوری خپل ښه نیت ثابت کړي.»
په داسې حال کې چې د جګړې د قربانیانو دا کورنۍ د سولې په مذاکراتو کې د وژل شويو سرتېرو او ملکیانو د حقونو پر ساتلونو ټينګار کوي چې د هېواد په نږدې ۳۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده او دا جګړه هره ورځ درنه مرګ ژوبله اړوي.