Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو د وژنې دوسیو پر بې برخلیک پاتې کېدو نیوکې

د خبریالانو د خونديتوب د کمېټې د تر ټولو تازه رپوټ پر بنسټ وايي چې افغانستان د هغو هېوادونو په پنځم مقام کې دی چې د خبریالانو د وژنې دوسیې یې بې برخلیکه پاتې دي.

 د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د دغه رپوت پر بنسټ، سومالیا، سوریه، عراق، سوېلي سوډان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې د جګړو دوام په کې د دې لامل شوی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر قضیو لږ غور وشي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ویلي دي چې د افغانستان په ګډون په دغو هېوادونو کې د خبریالانو د وژنې دوسیې بې برخلیکه پاتې دي او یا یې هم قاتلان نه دي نیول شوي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې رییس نجیب شریفي وايي:«لا هم د وژنې پېښې شتون لري چې په سمه توګه نه څېړل کېږي او هغه څېړنې چې شوې دي له موږ سره شریک شوي نه دي.»
           
له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر هم څرګندوي:«د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی هره ورځ خراب وضعیت خپلوي او په افغانستان کې د بیان ازادي د هر بل وخت پر پرتله په دوو وروستیو لسیزو کې یې وضعیت ډېر خراب دی.»

خو لویې څارنوالۍ ویلي دي چې دې ادارې د قتل په ګډون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲ پېښې څېړلې دي او عاملان یې هم مجازات شوي دي.
 
د لویې څارنوالس ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ د دغو پېښو په تړاو په لسګونه تنه پېژندلي او نیولي دي او د محکمې له خوا تر څېړنو وروسته د سزا سرحد یې حتا ۳۰ کاله بند او اعدام ته رسېدلی دی.»

بلخوا د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکا هاویسټو افغاستان ته په خپل وروستي سفر کې په هېواد کې د بیان ازادۍ په وړاندې د محدودویتونو په هکله خبرې کړې دي.:«په دې سفر کې مو د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو سره عالي کتنې لرلې. د مېرمنو په ګډون ډېری هغوی وویل چې ځينې وخت د خطر احساس کوي او احساس کوي چې ښايي ونه کړای شي خپل نظرونه په آزاد ډول څرګند کړي؛ یا ځينې وخت پر حکومت نیوکه شونې ده د خطر د احساس لامل شي. دا د بیان له ازادۍ سره اړخ نه لګوي، دا ازادي باید ولري.»
       
د حکومت د رسنیو د مرکز رییس لطیف محمود څرګندوي:«افغان حکومت د دې ترڅنګ چې اطلاع رسونې او د معلوماتو لاسرسۍ ته ژمن دی، د خبریالانو خوندیتوب د حکومت لپاره یو مهم اصل دی.»

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو او مرګونو هېوادونو دی. له رسنیو د ملاتړ بنسټ له حکومته غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د قتل او تاوتریخوالو پېښو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه