د ولسمشر لومړی مرستیال امراالله صالح وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له سفارته غواړي چې د هغو ویزو شمېر چې صادروي یې، باید مشخص کړي.
ښاغلي صالح په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي حکومت غواړي چې د پاکستان د ویزو د وېش بهیر کې نظم رامنځته کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د هرات سفارت د وېزو د وېش له بهیره په ځلونو شکایت شوی دی او همدارنګه لس ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې د دغو ویزو د وېش په بهیر کې ګڼه ګوڼه د دې لامل شوه چې ۱۲ ښځې مړې او د درې سړیو په ګډون ۱۲ تنه نور پټيان شي.
د ورځې په زرګونه تنه هېوادوال د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره په ننګرهار کې د هغه هېواد کونسلګرۍ ته مراجعه کوي او حتا دغې کونسلګرۍ ته نږدې شپې تېروي.
ډېری هغه کسان چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي، ناروغان دي او یا هم ناروغان لري.