Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوايي ډګر ته څېرمه په ډزو سره د یوه ۱۷ کلن تنکي ځوان وژل کېدل

یو ۱۷ کلن تنکی ځوان، پرون (شنبې د لړم په ۱۰مه) د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په ډزو سره وژل شوی دی.

دا تنکی ځوان انصار نومېده او  د شنبې په ورځ هغه مهال چې له خپلو ملګرو سره د کابل ښار د نهمې ناحیې په قلعه وکیل سیمه کې لیدل، وژل شوی دی.

د دغه تنکي ځوان کورنۍ وایي چې هغه د تمانچې په ډزو سره وژل شوی دی او هېڅ شی یې هم نه دي غلا شوي.
   
د وژل شوي تنکي ځوان ورور رحمت الله وايي:«یوه مرمۍ یې د سینې په ګیڼه خوا یې لګېدلې وه او یوه مرمۍ هم په لاس لګېدلې وه.»

د دغه تنکي ځوان د کورنۍ غړي وایي چې مسوولې ادارې باید د دوی د زوی د قتل عاملین پیدا کړي.
  
د وژل شوي تنکي ځوان بل ورور فیصل هم وویل:«موږ له امنیتي چارواکو او حوزې څخه هیله لرو چې دا پېښه وڅېړي او موضوع روښانه کړي.»

بل خوا د کابل پولیس د دې پېښې د څېړلو خبره کوي او وایي چې دوه اوونۍ وړاندې په پلازمېنه کې په یوې شپې او ورځ کې د جنایي پېښو شمېر ان شلو ته رسېده، خو اوس مهال دا شمېر په څلرویشتو ساعتونو کې له اوو تر درېیو پېښو ته راکم شوی دی.
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز څرګندوي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې موږ په کابل کې ۷ جرمي پېښې ثبت کړې دي او ۱۷ تنه هم د بېلابېلو جرمونو په هکله د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د جنايي جرمونو ګراف ورځ په ورځ کمېږي.»

د کابل د جنايي پېښو زیاتوالی دوه اوونۍ وړاندې د دې لامل شو چې ولسمشر د پلازمېنې د امنیت د ټینګښت مسوولیت خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاري.

ښاغلي صالح ویلي دي چې په تېرو څورلسو ورځو کې یې د هرې ورځې پر سهار د کابل له امنیتي مسوولانو سره حوزه په حوزه د استخباراتي ارزونو، د ملکي حکومتوالۍ د ارزونې سرچینو ته د لاسرسي او ښاري خدمتونه لپاره غونډې لرلې دي.

شریک یي کړئ