د پکتیا ولایت سیمه ییز مسوولین روحاني بابا ولسوالۍ کې د موټربم برید پایله کې د ۲ سیمه ییزو پاڅون کوونکو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
دغه مسوولین وايي چې تېره شپه (د دغه ولايت روحاني بابا ولسوالي اړوند نيکنام سيمه کې د پاڅون کوونکو پر يوې امنيتي پوسته موټر بم بريد شوی دی.
دوی زیاتوي چې د برید پایله کې دوو سیمه ییزو پاڅون کوونکو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې سیمه کې سرچینې مرګ ژوبله له پنځلسو زیاته بولي.
د روحاني بابا ولسوال، دادالله هوتک پېښه تاييدوي او وايي، په ياد بريد کې څلور پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د يادې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.