Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد پر کابل پوهنتون برید‎"وحشیانه" بولي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي پر خپلې ټویټر پاڼې د لیکنې په ترڅ کې پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې(دوشنبې د لړم ۱۲مې نېټې) برید"وحشیانه" بللی دی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې دا برید د طالبانو او افغان حکومت لپاره د امتیاز اخیستو فرصت نه دی.

دی زیاتوي په داسې حال کې چې داعش ډلې د دغه برید مسوولیت داعا کړې ده، له دې او بلې هرې ترهګرې ډلې پرضد د مبارزې په موخه باید د سولې په موخه یووالی رامنځته شي، څو د اوربند زمینه برابره شي او سولې ته لار هواره شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوټرش هم خبرپاڼه کې خپله "ژوره خواخوږي‎" د کابل پوهنتون د برید له قربانیانو سره شریکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا په وروستیو لسو ورځو کې پر زده کوونکو دوهم برید دی.

هغه همداراز ویلي دي چې ملګري ملتونه د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دي څو دوی خپلې هیلې چې سوله ده، ورسیږي.

همداراز د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ هم دغه برید وحشیانه بللی.

پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید وروسته له شپږو ساعتونو پایته ورسید او پایله کې یې ۲۲ محصلینو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۲ نور ټپيان شول.

برید له غرمې مخکې کابو یوولس بجې په داسې حال کې پیل شو چې یوه ډله وسله وال پوهنتون ته د ننه شول او پر محصلینو یې ډزې پیل کړې.

سیمې ته د افغان ځواکونو له رسېدو سره بریدګر د پوهنتون ودانیو کې ځای پر ځای شول او له دغو ځواکونو سره ونښتل.

د مسوولینو په وینا کابل پوهنتون کې کابو ۲۲ زره محصلین زده کړې کوي، خو تېره ورځ ۸ زره کسان پوهنتون کې وو.

د برید ډېری قربانیان د ادارې او پالیسۍ پوهنځي محصلین دي.

له دې بریده وروسته حکومت سې شنبې د ملي ماتم په توګه اعلان کړه او پر ولسمشرۍ ماڼۍ یې د هېواد ملي بیرغ نیم ځوړند کړ.

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي چې دا برید د طالبانو او افغان حکومت لپاره د امتیاز اخیستو فرصت نه دی

شریک یي کړئ