Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک برید

د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنې ورکړې موخې ته له رسېدو مخکې د سرحدي ځواکونو لخوا پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې پېښه نن سهار کابو ۷ بجې(سې شنبې د لړم ۱۳مه نېټه) شوې ده او "وروسته له دې یو شمېر بریدګر له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي او له نښتې وروسته یې یو شمېر له سیمې تښتېدلي دي."

د خبرپاڼې له مخې اوس مهال سیمه کې حالت عادي شوی دی.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼې افغان سرحدي ځواکونو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

له بلې خوا سرچینې وايي چې موټربم برید د سرحدي ځواکونو پر کنډک شوی دی.

د پېښې شاهدان زیاتوي چې له بریده وروسته طالبانو د امام صاحب پر ښار برید وکړ او لا هم نښته روانه ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت وايي چې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی دی

شریک یي کړئ