Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بریدګر څنګه د کابل پوهنتون ته د ننه شول؟

د طلوع نیوز خبریال، شریف امیري خپل راپور کې پر کابل پوهنتون د برید څرنګوالی چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۴۰ تنه ټپیان شول، انځور کړی دی.

 شریف امیري وايي چې د کابل پوهنتون له شمالي دروازې پوهنتون ته په ورننوتو کېڼ خوا ته د حقوقي زده کړو د ملي مرکز ودانۍ تر سترګو کیږي ـ هغه ځای چې بریدګر په کې د ننه شول او محصلین یې د ډزو لاندې ونیول.

بریدګر په عمومي دروازه کې له هېڅ پولیس سره ونه نښتل او په لومړي ډز سره یې حقوقي زده کړو د ملي مرکز ودانۍ ساتونکی په نښه کړ او ځانونه یې د ودانۍ منځ ورسول.

بریدګرو دوه کلاشینکوف او لاسي بمونه له ځانه سره درلودل او کابو ۶ ساعته یې له افغان ځواکونو سره نښته وکړه.

دی وايي چې د ودانۍ هر ځای ددغه برید د وحشت کیسه لري‎.

 د حقوقي زده کړو د برخې یو استاد دی وايي چې د برید په لومړیو ساعتونو کې ۱۴ محصلین د بریدګرو له لوري وویشتل شول.
 
د حقوقي زده کړو د ملي مرکز کې استاد، محمد وصیل شرافت زیاتوي:«زموږ محصلین رخصت وو او یوازې هغه محصلین راغلي وو چې په پارچو کې یې د بیا کتنې غوښتنه کوله، خو یوه اوونۍ مخکې د حقوقو او پالیسې او عامه ادارې محصلینو غوښتتنه کړې وه چې درسخونې د دوی واک کې ورکړو.»                
 
وژل شویو کې د ۱۶ د عامه ادارې او پالیسۍ، دوه د حقوقو، یو پوځي او یو ملکي کس شامل دی.

بریدګرو پوځي جامې درلودې. دولتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلي دا څرګنده کړي چې بریدګر له کومې لارې پوهنتون ته دننه شوي دي، خو امنیتي سرچینې موږ ته تاییدوي چې دا بریدګر له وړاندې په پوهنتون کې له خپلو وسلو سره ځای پر ځای شوي وو .
 
د حقوقي زده کړو د ملي مرکز کارکوونکی، سیف الله محمدي د اوښکو له تویېدو سره وايي هغو صنفونو کې چې پر زده کوونکوو ډزې وشوې، د کورنۍ غړي یې راغلي وو چې وروستۍ نښې یې ټولې کړي.

د ژوند کولو د وروستيو فرصتونو لپاره هڅې ددې لامل شوي دي چې دا محصلین ان د ودانۍ له  دویم پوړه ځانونه  د باندې واچوي .

د یوه محصل پلار، عبیدالله وايي:«لور مې له دوهم پوړه ځان ښکته غورځولی دی او پښې یې ماتې دي او دوو لاسونو باندې یې هم مرمۍ لګېدلې دي.»                       

بل خوا د پوهنتون منځ ته د وسلو د لېږد د څرنګوالی او د افغانستان په دغه  ترټولو لوی ښوونیز مرکز کې د بریدګرو د ځای پر ځای کېدو له امله اعتراضونه وشول.

معترضه، مرسل عزیزي څرګندوي:«دا د امنیتي ځواکونو ضعف دی چې ولې بریدګر توانېدلي دي چې له وسلو سره پوهنتون ته د ننه شي.»

 داعش ددې پېښې مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

پر کابل پوهنتون برید کې د حقاني ډلې تکتیکونه کارول شوي دي؟

 د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي چې پر کابل پوهنتون برید کې د حقاني ډلې تکتیک کارول شوی دی.

 د برید په ځایکې د طالبانو د بېرغ شتوالی او د بریدګرو وروستۍ لیکنې په دغه برید کې د طالبانو د ښکېلتیا نښې بولي، خو طالبان دا خبرې بې بنسټه ګڼي.

بریدګرو دوه کلاشینکوف او لاسي بمونه له ځانه سره درلودل او کابو ۶ ساعته یې له افغان ځواکونو سره نښته وکړه

شریک یي کړئ