Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آیا طالبان لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې لري؟

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند له القاعدې سره د یادې ډلې د دوامداره اړیکو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوه لوړپوړي چارواکي خبرو او په ټوله کې افغانستان کې د القاعدې ډلې د شتون انکار کوي.

محمدنعیم د القاعده او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه کې اړیکې تور بولي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند، محمد نعیم د القاعدې سره د اړیکو په تړاو زیاتوي:«زموږ موقف دا دی چې نور به هېڅ کومه ډله د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کاروي.»

د نورستان پخوانی والي، حافظ عبدالقیوم وايي:«د دوحې د تړون مهم شرط له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پرېکوڼ وو، خو داسې شواهد شته چې لاهم القاعده افغانستان کې حضور لري. غزني کې د ابومحسن مصري وژل کېدو، د ملګرو ملتونو راپور چې ویلي یې طالبانو له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړې او سمنګانو کې برید ابو یاسر لخوا ورته تبریکي پیغام داسې دلایل شته چې دا اړیکې دوام لري.»

د طالبانو ویاند د سولې په روانو خبرو کې حکومت تورنوي چې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د دوحې تړون د افغان سولې خبرو اساس د منلو ډډه کوي، خو د دې تړون د نه منلو په اړه یې رسمي اعلامیه نه ده ورکړې.

هغه همداراز څرګندوي:«که دا توافق نامه د دوی په زړه نه ده، موږ ورته وایو چې اوس دې رسمي اعلامیه ورکړي چې دا موږ نه منو، خو که یو چا یوه هوکړه کړې وي او پرې یې عمل کړی وي، نو بیا وروسته د مشکلاتو رامنځته کول څه مانا لري.؟»

که څه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د کومو کاونډیو هېوادونو نومونه نه اخلي، خو وايي داعش د  سیمې هېوادونو ترڅنګ د افغانستان استخباراتو په اشاره او مرسته بریدونه کوي.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دغه نامه باندي مستقل تحرک نشته او دا کوم تحرکات چې په دې نامه کیږي د سیمې او د کابل ادارې د دوی د همغږو پلویانو دسیسه ده.»

محمد نعیم وايي دوی د حکومت د پراخو پوځي عملیاتو او له بندخونو د تازه ازاد شوو طالب زندانیانو د وژلو په غبرګون کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د طالبانو ویاند ادعا کوي چې دی په افغانستان کې د داعش ترشا د سیمې او داخلي استخبارات دي.

شریک یي کړئ