Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: ارغنداب کې دښمن شاتګ ته اړی شوی دی

چارواکي وايي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يې له وسله والو بېرته نیولي دي چې کابو دوې اوونۍ مخکې نسکورې شوې وې.

ارغنداب چې د کندهار د له امنو ولسولیو شمېرل کېده، خو اوس یې وګړي د  جګړو له کبله د خپلو کورنو پرېښودو ته اړی شوي دي.

د د پولیسو ۰۴قطي قوماندان، عبدالنافع پښتون څرګندوي:« دښمن ډېر شاتګ کړی دی، زموږ ځواکونه ورپسې روان دي، دښمن ماینونه خښ کړي دي، موږ ورپسې روان یوو، چمتووالی لرو او دښمن نشته.»

په جګړه بوخت سرتېري وايي‎ ځانګړي ځواکونه اوس هم د ارغنداب ولسوالی په هغه سیمو کې په چاڼیز عملیاتو بوخت دي چې تازه يې وسله وال طالبان ورڅخه په شا کړي دي.

سرتېری، ګل زمان وايي:«پل او پلچکونه الوزوي، اوس مو مخه نیولې ده، دا سیمه د دښمن په لاس کې وه اوس عملیات دوام لري. د کندهار خلکو ته ډاډ ورکوو چې دښمن به له منځه وړل کیږي.»

بل سرتېری، شېرعلي زیاتوي:«دښمن په شا دی او تښتي، هلته شا ته کورونه دي، خلکو ته وايي چې موږ مړه کیږو او تاسې هم مړه شئ. موږ دښمن پسې ځو چمتو یوو، خو یوازې امر ته په تمه یوو.»

اوس مهال ارغنداب ولسوالی کي د انارو د حاصلاتو راټولو فصل دی، خو سلګونو کسانو د جګړې له ډاره خپلې سیمې پریښې دي او لاهم د کورونو په پریښودو بوخت دی. دوی د جګړې له طرفونو غوښتنه کوي ترڅو په جګړه کې د ملکي کسانو ژوند ژغورلو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د ارغنداب ولسوالی اوسیدونک، جمعه ګل څرګندوي:‎«پرون یې درې د راکټ دزې وکړې، او زموږ په باغونو کې ولګېدل، اوس کډه باروو، څنګه وکړو؟»

بل خوا د هېواد په سویلي ولایت هلمند کې امنیتي چارواکي د لښکرګاه د څلورمې امنیتي حوزې پرته د ښار په څنډو کې د طالبانو د په شا کیدو خبر ورکوي، او دوی وايي اوس يې عملیات د نادعلي او ناوې ولسوالیو د لاسه وتلو سیمه د بیرته نیولو په موخه دوام لري.

د هلمند امنیه قوماندان، جنرال خلیل الرحمن جواد بیانوي:‎«پرمختګ روان دی، عملیات دوام لري او تر هغې به دوام وکړي چې موږ  اصلي موخې ته ورسیږو، یوازې ستونزه دا ده چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي.»

د کابو یوې میاشتې په ترڅ کې کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې او اوس هم دغه نښتې د واړو لوریو ترمنځ د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې په شدت دوام لري.

همداراز د هلمند سیمه‎ییز چارواکي د لښکرګاه ښار په څنډو کې د جګړي د پای ته رسیدو خبر ورکوي، او وايي اوس يې عملیات په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې دوام لري.

شریک یي کړئ