Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل برید په تړاو دندو کې د ناغېړی په تور د مسوولینو نیول کېدل

د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وايي چې د کابل پوهنتون برید په تړاو دندو کې د بې غورۍ له کبله د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر، د پوهنتون د ټولي قومندان په ګډون ۱۳ امنیتي مسوولین نیول شوي.

ښاغلی فرامرز زیاتوي چې نیول شوي کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

پر کابل پوهنتون د برید په ترڅ کې یې ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۴۰ تنه ټپیان شول.

وژل شویو کې د ۱۶ د عامه ادارې او پالیسۍ، دوه د حقوقو، یو پوځي او یو ملکي کس شامل دی.

بریدګرو پوځي جامې درلودې. دولتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلي دا څرګنده کړي چې بریدګر له کومې لارې پوهنتون ته دننه شوي دي، خو امنیتي سرچینې موږ ته تاییدوي چې دا بریدګر له وړاندې په پوهنتون کې له خپلو وسلو سره ځای پر ځای شوي وو .

د کابل پوهنتون له شمالي دروازې پوهنتون ته په ورننوتو کېڼ خوا ته د حقوقي زده کړو د ملي مرکز ودانۍ تر سترګو کیږي ـ هغه ځای چې بریدګر په کې د ننه شول او محصلین یې د ډزو لاندې ونیول.

بریدګر په عمومي دروازه کې له هېڅ پولیس سره ونه نښتل او په لومړي ډز سره یې حقوقي زده کړو د ملي مرکز ودانۍ ساتونکی په نښه کړ او ځانونه یې د ودانۍ منځ ورسول.

بریدګرو دوه کلاشینکوف او لاسي بمونه له ځانه سره درلودل او کابو ۶ ساعته یې له افغان ځواکونو سره نښته وکړه.

شریک یي کړئ