Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: ۱۳ میلیونه افغانان د خوړو نه خوندیتوب ګواښوي

د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش چې نن(پنجشنبې د لړم په ۱۵مه نېټه) یې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب اجندا درېیمې کلیزې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل هېواد کې له ۱۳ میلیونو ډېر وګړي د خوړو نه خوندیتوب ګواښوي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې له دې ډلې ۸ میلیونه کسان کله چې خواړه خوري، نه پوهیږي چې بیا به کبله د خوړولو لپاره څه پیدا کوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نلري:«د دغه ۱۳ میلیونو له ډلې ۸ میلیونه یې له ډېر سخت حالت سره مخ دي، یعنې چې نه پوهیږي بل ځل به کله خواړه خوري. د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د هېواد کابو ۷۰ سلنه وګړي غذايي امنیت نلري.»

د ولسمشر دوهم مرستیال په خبره تر ډېره د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې خلک د خوړو نه خوندیتوب جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر هم څرګنده کړه فقر او لوږې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راوستی دی چې ډېر شمېر ماشومان په کې پر سوتغذیې اخته دي.

جواد عثماني زیاته کړه:«د هغې سروې له مخې چې ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ترسره شوه ښیې چې د ۳۸ سلنه ماشومانو ونې ټیټې دي، دا د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره یو لوی خبرداری دی.»

غونډه کې همداراز هېواد کې جګړه د فقر او د خوړو خوندیتوب ته د نه لاسرسي لامل وبلل شو.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر، انورالحق احدي وویل:«د افغانستان حکومت سره له دې چې سخت مالي مشکلات او محدودیتونه لري، خو بیا هم د نړیوالې ټولنې او همکارو هېوادونو سره په ګډه د خوړو خوندیتوب ته ژمن دی.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام هم خوړو ته د افغانستان د خلکو لاسرسي لپاره د مرستو ډاډ ورکوي.

د غونډې ګډونوال وايي چې د افغانستان حکومت هڅه ک وي تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله پورې د پایدارې پراختیا پروګرام عملي کړي چې له مخې به یې د خوړو خوندیتوب تامین شي، خو هېواد په دغه برخه کې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ