Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو او القاعدې اړیکو پرېکولو په تړاو پوښتنې

د القاعدې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو تنه پرېکوڼ په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنې سره اوس دا پوښتنې راپورته شوې دي چې د دغې اړیکې دوام او د امریکا یې لپاره یې نه ګواښ، څومره د افغانستان راتلونکی ګواښوي.

ځیني څېړونکي وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې دا نه ده روښانه شوې، که طالبان له القاعده سره خپلې اړیکې وساتي، امریکا به یې په وړاندې څه غبرګون وښیې؟

دوی څرګندوي چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کې یوازې د خپلو ګټو په تړاو پرېکړه کړې ده، خو د طالبانو تر چتر لاندې د بهرنیو وسله والو شتون د افغانستان راتلونکی ګواښوي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې چې د تېرکال په کب میاشت کې لاسلیک شوې په څو بندونو کې یې طالبانو ژمنه کړې چې، له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کوي او د القاعدې په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته هم اجازه نه ورکوي چې، د افغانستان له خاورې د امریکا د ګواښولو لپاره کار واخلي.

د پوهنتون استاد، عمرصدر وايي:« د دوی هوکړې هم ډېرې خلاوې لري، له ډلې یې د کافي ضمانتونو نشتوالی دی، موږ نه پوهېږدو چې هغه ضمانتونه چې طالبان ملزم دي له القاعدې سره او نورو ډلو سره اړیکې پرېکړي څه دي؟ او هغه پیغام چې د امریکایانو لخوا ورکول کیږي، تر ډېره ناڅرګند او ګونګ دی.»

پخوانی پوځي، تمیم عاصي څرګندوي:« هغه ژمنه چې طالبانو له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرېکوڼ لپاره ورکړې یوه تکتیکي ژمنه ده.»

اوس چې د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شوي؛ نو دا پوښتنه مطرح کیږي چې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو او همداراز د افغانانو تر منځ له سولې وروسته، له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو دوام د هېواد راتلونکې او د سیمې امنیت ته څومره ګواښ پېښولی شي.

د افغانستان چارو امریکايي شنونکی، مایکل ګوکلمن وايي:«‎د القاعدې او نورو ډلو حضور په یقین سره د افغانستان راتلونکي ته ګواښ پېښولی شي. القاعده او هغې ته ورته ډلې به په سولې بهیر کې شاملې نه وي. په دې مانا که چېرې د سولې یوه هوکړه وشي؛ نو دغه ډلې به خپلو جګړو ته همداراز دوام ورکړي او همداراز به داسې وضعیت هم ولري؛ څو هغو نورو ډلو ته چې په سولې بهیر کې شامل نه دي؛ وسلې او نورو امکانات برابر کړي.»

افغان حکومت دا تاییدوي چې، په بیلابیلو ولایتونو کې لا هم بهرنۍ جنګیالۍ ډلې د طالبانو تر چتر لاندې د دولتي ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي څرګندوي:«هم نړیواله ټولنه او هم د افغانستان حکومت ډېر مالومات په لاس کې لري چې طالبانو د القاعدې او نورو ډلو لپاره امن بستر جوړ کړی او ترمنځ یې پیتیا شته.»

افغان حکومت زیاتوي، بهرني جنګیالي لا هم په هلمند، بدخشان او غزني ولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند له طلوع نیوز سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې، طالبان له القاعدې سره اړیکې نه لري او همداراز یې ویلي، د دې اجازه هم چا ته نه ورکوي چې، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

شریک یي کړئ