Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په سوېل کې جګړه څه ډول رهبري کېږي؟

کابو یوه میاشت ده چې طالبانو د خپلو بریدونو تازه څپې یې د هېواد په سوېل کې پيل کړي دي.

د هېواد په دغو برخو کې جګړه چې هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونه په ځان کې رانغاړي، کابو یوه میاشت مخکې د طالبانو له بریدونه سره پيل شول.
  
د ملي پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا چې اوس د هېواد په سوېل کې د جګړي مشري کوي، وايي چې طالبانو غوښتل په سوېل کې د جګړې د سوق او ارادې لپاره اډه جوړه کړي.

که څه هم په وروستیو ورځو کې، په هلمند کې جګړه کمه شوې او اوس اوس، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ پاکه شوې ده خو لا هم د کندهار پنجوايي او ژېړۍ، د ارزګان ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. 

لوی درستیز یاسین ضیا په دې اړه وویل:«هغوی (طالبان) فکر کوي چې دا د هغوی اصلي اډه ده او یو ځای دی چې فکر یې کاوه له دې ځایه کولای شي دا ځای کنټرول کړي او له دې ځایه جګړه سوق اداره کړي.»

په سوېل کې د طالبانو یرغلي بریدونه له هلمند نه پېل شول او جګړه د لښکرګاه ښار تر دروازو ورسېده، له هلمند وروسته نسبتاً امن کندهار ته جګړه ورسېده او ارغنداب د کندهار یوه له هغو درېیو ولسوالیو ده چې طالبانو پرې له څو لورو یرغل وروړ او تر همدې دوه ورځو مخکې د جګړې په اورکې سوځېده.
تردې چې د طالبانو برید په شا وتمبول شو.
  
د ملي پوځ افسر سر بلند عبدالرحیم زی وايي:«اوس له دښمن سره جګړه پای ته رسېدلې او جګړه له ماینونو سره ده.» 

په ارغنداب کې جګړې د دې ولسوالۍ خلک بې ځایه کړي دي، دا خلک نه یوازې دا چې بې ځایه شوي دي بلکې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو یې کورونه هم وران کړي او خپل هرڅه یې له لاسه ورکړي دي.

د ارغنداب یو تن اوسېدونکی شیرین اغا څرګندوي:«وضعیت خراب دی. ما په خپله هغه ښځې ولیدې چې هرې خوا ته تللې. هرې خوا ته جګړه وه.»

د ارغنداب بل اوسېدونکی محمد عیسی هم وايي:«خلک په جګړه کې شهید شول.»

په سوېل کې د طالبانو یرغلي بریدونه له هلمند نه پېل شول او جګړه د لښکرګاه ښار تر دروازو ورسېده.

شریک یي کړئ