د کندهار ولایت امنیتي مسوولین وايي چې میوند ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې له کبله کابو ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
دغه چارواکي زیاتوي پېښه تېره شپه(یکشنبې د لړم په ۱۸مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې ځانمرګي بریدګر د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د موټربم برید وکړ.
په همدې حال کې د کندهار میوند روغتون کې ډاکټران وايي چې ۲۳ ټپیان یې چې په کې ۱۰ تنه ملکي کسان شامل دي، د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.