Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: افغانستان کې تېرو درېیو میاشتو کې ۸۷۶ ملکي کسان وژل شوي

سولې ته د رسېدو او د تاوتریخوالیو کمښت په هيله د سولې خبرو په درشل کې سیګر په خپل تازه راپور کې وايي چې تېرو ۳ میاشتو کې په افغانستان کې ۸۷۶ ملکي کسانو ژوند بایللی او ۶۸۵ نور ټپيان شوی دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګر راپور پر بنسټ طالبانو له امریکا سره د سولې تړون د روحیې پرخلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د راپور له مخې ملکي کسانو ته ډېره مرګ ژوبله د طالبانو په ګډون د دولت مخالفو وسله والو اړولې ده، همداراز دولتي ځواکونه، داعش او حقاني ډلې هم په مرګ ژوبله کې ښکېلې دي.

د سلنې په اساس شمېرې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې لامل داشې ښیې چې د دولت ضد عناصرو ۸۳، ناپېژانده وسله والو ۴۰، طالبانو ۳۸، داعش ۳، حقاني ډلې ۳، او دولتي ځواکونه د ۸ سلنې مرګ ژوبلې لامل دي.

دا په داسې حال کې د چې د هېواد له شلو ډېرو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات شوی او د سیګر په باور چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د امریکا او طالبانو  ترمنځ د سولې هوکړې د روحیې خلاف دی.

په همدې حال کې تېره شپه(یکشنبې د لړم په ۱۸مه نېټه) د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې له کبله کابو ۳۰ تنه ټپیان شول.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي پېښه په داسې حال کې شوې چې ځانمرګي بریدګر د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د موټربم برید وکړ.

 په همدې حال کې د کندهار میوند روغتون کې ډاکټران وايي چې ۲۳ ټپیان یې چې په کې ۱۰ تنه ملکي کسان شامل دي، د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

افغان حکومت او طالبانو د سیګر راپور رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې له کبله کابو ۳۰ تنه ټپیان شول.

شریک یي کړئ