د فاریاب ولایت المارو ولسوالۍ کې پر امنیه قومندانۍ موټربم برید پایله کې څلورو سرتېرو ژوند بایللی دی.
د فاریاب والي، نقیب الله فایق نن(سې شنبې د لړم په ۲۰مه نېټه) وايي برید کې ۱۲ پولیس او ۸ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه لومړۍ«یو زغره وال موټر ته چې له چاودېدونکو توکو ډک و، د المارو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ دروازې ته نېږدې چاودنه ورکړې او وروسته څلورو بریدګرو برید کړی چې نښته تر سهاره روانه وه.»
د فاریاب والي وايي په ټپیانو کې د المارو ولسوالۍ امنیه قوندان هم شامل دی.
د ښاغلي فایق په وینا د چاودنې له کبله سیمه کې کابو ۱۰۰ دوکانونه او د خلکو کورونه زیامن شوي او امنیه قومندانۍ ته نېږدې دوکانونه سوځېدلي دي.
په همدې حال کې مسوولین وايي چې ښایې د پيښې د تلفاتو شمېر زیات شي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.