د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوې او پېښه کې دوو تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان دي.
ملي دفاع وزارت هم نن(چهارشنبې د لړم په ۲۱مه نېټه) پېښه تاییدوي او وايي چې وژل شویو کسانو کې د چورلکې یوه سورلۍ او یو پولیس شامل دي.
ملي دفاع وزارت وايي پېښه په داسې حال کې شوې چې چورلکه له ځمکې د پورته کېدو په حال کې وه.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي:«د هوايي ځواک مې ـ ۱۷ چورلکه تېره شپه کابو دوولس بجې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې کله چې د پورته کېدو په حال کې وه نسکوره شوې.»