Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: فاریاب کې د طاهر یولداش زوی ووژل شو

دفاع وزارت د فاریاب غورماچ ولسوالۍ کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د مشر، طاهر یولداش زوی، عزیز یولداش له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړی د افغان ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د غورماچ حاجي سعیدګل کلي په ببرکوتل سیمه کې وژل شوی.

دفاع وزارت زیاتوي چې د عزیز یولداش زوی، حکمت هم د افغان ځواکونو عملیات کې ټپي شوی دی. 

دفاع وزارت وایي عزیز یلداش د شمال ولایتونو په ځانګړې توګه فاریاب کې، یو لړ بریدونو او نا امنیو کې لاس درلود.

خبرپاڼه کې په دې تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ازبکستان اسلامي خورځنګ په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې جوړ شوی. د راپورونو له مخې یاد بنسټ له القاعدې ډلې سره اوږدې اړیکې درلودې او په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې یې له داعش ډلې سره بیعت وکړ.

خو طالبانو په دې وروستیو کې له القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړېکې رد کړې دي.

شریک یي کړئ