Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: دوحه کې د سولې خبرو سره تاتریخوالی نه دی کم شوی

د هرات نهمې امنیتي ناسته کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي چې دوحه کې د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي نن(جمعه د لړم په ۲۳مه) یادې ناستې ته وینا کې زیاته کړه چې دوحه کې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د سولې خبرو لپاره لا سخته لاره پاتې ده.

هغه د سولې خبرو پیل سره سره هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته اشاره کوي:« دا چې هېواد کې تاوتریخوالی روان دی، نو دوحه کې د سولې لپاره د پلاوي شتون په څه مانا دی؟ په داسې حال کې چې تاوتریخوالي کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.»

عبدالله همداراز زیاتوي د افغانستان د ستونزې د حل لار جګړه نه ده، دوحه کې هم پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې په ابتکار او حوصلې مخې ته ولاړ شي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس څرګندوي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي سره د مذاکرې مېز کې د امتیاز ترلاسه کولو محاسبه ناسمه ده.

د نوموړي په وینا:«موږ د سولې لپاره هڅې کوو او موږ هره لاره وړاندیز کړې، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو بیا اړینه ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.»

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار، مک ماستر د هرات امنیتي ناستې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خپلو خبرو کې وايي چې امریکا هڅه کوي پر پاکستان، ایران، چین او سعودي عربستان فشار راوړي، د هغه په وینا چې یاد هېوادونه د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، د افغانستان د ستونزې د حل لار جګړه نه ده، دوحه کې هم پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې په ابتکار او حوصلې مخې ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ