Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ‌پر پوهنتون د برید پلانوونکی ونیول شو

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل پر پوهنتون د برید طراح او پلانوونکي له نیول کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي د «عادل» په نامه یوه کس چې د پنچشېر ولایت اوسېدونکی او د کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی یې تر درېیم ټولګي لوستی او وروسته «ثنا الله» په نامه د حقاني شبکې د یوه غړي له خوا حذب شوی و، د دغه برید طرحه کوونکی دی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وینا، دغه کس اعتراف کړی دی چې دنده یې لره ځينې کارونه ترسره کړي چې حکومت تر فشار لاندې راشي.

امرالله صالح د حزب التحریر، طالب او داعش د نومونو له اخیستو سره وايي چې هغو کسانو چې دا برید ترسره کړی، څو هویته لري.

د هغه په وینا، عادل نومي ویلي دي چې وسلې یې له حقاني شبکې څخه په خوست ولایت کې ترلاسه کړې وې.

د کابل پر پوهنتون برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول او کابو ۴۰ تنه نور ټپيان شول.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی؛ خو حکومت د دغه برید مسوول طالبان ګڼي او طالبان بیا په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو وینا ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دا څرګندونې رد کړي دي او ویلي یې دي چې نیول شوی کس په حقاني شبکې پورې تړاو نه لري.  

شریک یي کړئ