د وسله والو کسانو په برید کې دوو پولیس سرتېرو ژوند بایللی او یو ټپي دي.
د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وايي چې پېښه تېره شپه۹:۳۰ دقیقې (دوشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) د پنځمې ناحیې په کمپنۍ سیمه کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.