Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خالد: ښایې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر زیات شي

د هېواد دفاع وزارت ته نوماند، اسدالله خالد وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو په تړاو د راپورونو خلاف ښایې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر زیات شي.

نوموړي نن(سې شنبې د لړم په ۲۷مه نېټه) ولسي جرګې ته د رایې اخیستو په موخه خپل پلان وړاندې کولو پرمهال، ډاډ ورکړ چې بهرني ځواکونه به په بشپړه توګه له افغانستانه ونه وځي.

ښاغلي خالد څرګنده کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو په تړاو هېڅ اندېښنه نشته، او اوس هم افغان ځواکونه ۹۶ سلنه پوځي عملیات مخې ته وړي او یوازې ۴ سلنه کې د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.

دفاع وزارت ته نوماند وزیر همداراز تېر یوه کال کې د کندز، ارزګان، فراه او غزني ولایتونو د نسکورېدو مخنیوي، د نهو ولسوالیو بیا نیولو او د طالبانو له بنده د ۷۰۰ بندیانو له ازادولو خبر ورکوي.

خالد وايي چې هېواد کې د روسي الوتکو پر ځای د امریکايي الوتکو د ځای پر ځای کېدو بهیر دوام لري او زیاتوي چې راتلونکي کال کې به قول اردوګانو کې د رنجرانو په نامه تازه پوځي واحدونه رامنځته شي، څو د هېواد هره برخه کې د کمانډو ځواکونو له بوختیاوو مخنیوی وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوشنبې خپل یوه راپور کې ویلي و چې ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د راتلونکي زیږدیز کال جنوري پورې له افغانستان، عراق او سومالیا د خپلو ځواکونو ویستو فرمان صادر کړي.

د نیویارک ټایمز راپور له مخې ټرمپ د پوځي لوړپوړو چارواکو د لارښونو خلاف غواړي چې د روان زیږدیز کال تر پایه ۲زره او ۵۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستان او عراقه وباسي.

له دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۴ زرو او ۵۰۰ تنو ۲۵۰۰ ته راکم شي او عراق کې به هم له ۳ زرو ۲۵۰۰ ته را کم شي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکايي شنونکي د افغانستان ماتېدونکي حالت ته په کتو د ټرمپ پر دغې پرېکړې نیوکې کوي  او زیاتوي چې د سرتېرو کمښت افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت او دوحه کې د سولې خبرو ګټورو پایلو پورې مشروطې وې، په داسې حال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

د دفاع وزارت سرپرست وايي، افغان ځواکونه اوس مهال ۹۶ سلنه پوځي عملیات مخې ته بیايي

شریک یي کړئ