Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون افغانستان کې د سرتېرو کمښت اعلان کړ

د امریکامتحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپارښتنې پر اساس افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر تر ۲ زره او ۵۰۰ پورې راکم شي.

د اي بي سي امریکايي رسنۍ د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کرسټوفرمېلر وايي، د ټرمپ په د تر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ مې به افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له پنځو زرو ۲۵۰۰ ته کموي.

هغه ویلي دي:«د ولسمشر ټرمپ پروګرام دا دی چې د افغانستان او عراق جګړې یووه بریالۍ او با مسوولیته بریال ووسي او همداراز زموږ زړه ور سرتېري کور ته راستانه شي.»

عراق کې هم د امریکایي سرتېرو شمېر له ۳ زرو دوه نیم زرو ته کموي. کرسټوفرمېلر وایي، د ځواکونو کمول د دې مانا نه لري، چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې تګلاره بدله کړې.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې دا پرېکړه د ټرمپ د سپارښتنې له مخې او له امنیتي چارواکو سره په مشوره کې شوې ده او د سرتېرو عملي کمښت لپاره فرمان صادر شوی دی.

کریسټوفر مېلر ویلي دي چې د سرتېرو کمښت په تړاو د افغانستان ولسمشر، اشرف غني سره هم ټلفوني خبرې شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې دا پرېکړه د ټرمپ د سپارښتنې له مخې او له امنیتي چارواکو سره په مشوره کې شوې ده

شریک یي کړئ