د فاریاب پولیس وايي چې د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ امنیه قومندان، صفرمحمد بیدار له خپلو څلورو ساتونکو سره د سرک غاړې ماین چاودنه کې ژوند بایللی دی.
د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي چې پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د ښاغلي بیدار د سورلۍ ټانک د سرک غاړې ماین سره برابر شو.
ښاغلی یورش زیاتوي چې د قرمقول امنیه قومندان یوې پوستې ته چې د طالبانو لخوا پرې برید شوی و، د مرستې په موخه ورروان و.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.