Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تړاو د غني او سټولټنبرګ خبرې

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ پر ټویټرپاڼې لیکلي دي چې دغه تړون به افغانستان کې د سولې بهیر ملاتړ په موخه خپل حضور تنظیم کړي.

هغه چهارشنبې(د لړم په ۲۸مه نېټه) له ولسمشر غني سره د ټلفوني خبرو پرمهال افغانستان کې د خپل ماموریت په چوکاټ کې له نړیوالې ترهګرۍ او د افغان ځواکونو پر روزنې ټینګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي چې سټولټنبرګ خپلو خبرو کې ویلي دي:«ان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په کمېدو سره بين المللي ترورېزم سره مبارزه کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ته دوام ورکوو.»

د خبرپاڼې له مخې په دې ټليفوني خبرو کې د افغان سولې پر بهیر هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکامتحده ایالاتو دفاع وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپارښتنې پر اساس افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر تر ۲ زره او ۵۰۰ پورې راکم شي.

د اي بي سي امریکايي رسنۍ د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کرسټوفرمېلر وايي، د ټرمپ په د تر ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ مې به افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له پنځو زرو ۲۵۰۰ ته کموي.

هغه ویلي دي:"د ولسمشر ټرمپ پروګرام دا دی چې د افغانستان او عراق جګړې یووه بریالۍ او با مسوولیته بریال ووسي او همداراز زموږ زړه ور سرتېري کور ته راستانه شي."

عراق کې هم د امریکایي سرتېرو شمېر له ۳ زرو دوه نیم زرو ته کموي. کرسټوفرمېلر وایي، د ځواکونو کمول د دې مانا نه لري، چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې تګلاره بدله کړې.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې دا پرېکړه د ټرمپ د سپارښتنې له مخې او له امنیتي چارواکو سره په مشوره کې شوې ده او د سرتېرو عملي کمښت لپاره فرمان صادر شوی دی.

کریسټوفر مېلر ویلي دي چې د سرتېرو کمښت په تړاو د افغانستان ولسمشر، اشرف غني سره هم ټلفوني خبرې شوې دي.

د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره خبرو کې د امریکايي ځواکونو کمښت سره سره افغانستان کې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې ډاډ ورکړی دی

شریک یي کړئ