Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عبدالله سره په لیدنه کې له افغان سولې د اردوغان ملاتړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول ښار کې د افغانستان د ملي روغې جوړې له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وي.

د ښاغلي عبدالله د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې پخوانۍ او تاریخي دي. دین، کلتور او ګډې ګټې د دغو اړیکو ستنې جوړوي.

هغه وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په راتلوونکي کې به هم خپل دغه سیاست ته دوام ورکوي.

ښاغلي اردوغان د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې د ټينګښت غوښتونکی دی.

هغه زیاتوي چې هېواد یې له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ وي.

ښاغلي اردوغان افغانستان یې د ترکیې له ملګرو او متحدانو یاد کړ او له افغانستان سره د خپل هېواد له همکاریو او حضور څخه ډاډ ورکړ.

په دغې لیدنه کې، ښاغلي عبدالله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي او د ګډو ګټو پر ارزښتونو پایداره وګڼلې.

هغه د افغانستان په مسله کې د ترکیې له مثبتې ونډې، د امنیت په تامین کې له فعال حضور، له اقتصادي او کلتوري مرستو، د استانبول بهیر مشري او په نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو کې د افغانستان له ملاتړه ستاینه وکړه.

ښاغلي عبدالله د سولې بهیر، دوحې مذاکراتو، سیمه ییزو سفرونو او په هېواد کې د وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو په اړه خبرې وکړې او یوې باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره د ترکیې د مرستو او حضور د دوام غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په راتلوونکي کې به هم خپل دغه سیاست ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ