د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو به قطر کې د سولې له مرکچي پلاویو سره وویني.
د دغه خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، پومپیو د شنبې په ورځ به د دواړو پلاویو له استازو سره په جلا توګه وویني.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وویني.
دا لیدنې به په داسې حال کې ترسره شي چې د امریکا متحده ایالتونه به د راتلوونکي زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر نیمايي به په افغانستان کې خپلو ځواکونه تر دوه زره او ۵۰۰ کم کړي.
همدارنګه په دوحه کې د سولې مذاکراتو کې له اوونیو اوونیو بندون وروسته، اوس د دې خبر رارسېږي چې د سولې مذاکراتو د کړنلارې د رامنځته کېدو په هکله خوشبینۍ رامنځته شوې دي.
په دوحه کې سرچینې وايي چې د دې هیلې راټوکېدلې دي چې د افغانستان او طالبانو مرکچي پلاوي پر اختلافي موردونو سره سلا شي.
د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي تمه لري چې د مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو وروسته ، د اوربند موضوع د مذاکراتو په لومړیتوب کې وي.
په مذاکراتو کې د مذهبي بنسټ په توګه د حنفي فقې ټاکل او د اصل په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې شمېرل د افغانستان د سولې مذاکراتو کې دوه اختلافي موردونه دي.