Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د امنیت ضد پېښې؛ چاودنې د ملي امنیت دیوه افسر ژوند واخیست

کابل کې د امنیت ضد پېښو په لړ کې، نن سهار یکشنبې د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې د ملي امنیت د یوه افسر ژوند واخیست. 

د دغه پوځي د کورنۍ غړي او ځينې کابل مېشتي، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیران د پلازمېنې د امنیت په ټينګښت کې پر ناتوانۍ تورن وي او وايي چې هغوی باید له خپلو څوکیو لرې شي.

د ملي امنیت دا افسر چې نن د ماین چاودنې موخه ورګرځېد، د خپلې اته کسیزې کورنۍ ګټیالی و؛ په ښار کې یې ټکسي چلوله.

عبدالرقیب  برادر  عبدالقهار په دې اړه وویل:«له چاودنې یو ساعت تېر شو څوک را نه غلل. په خپل موټر کې مې بوته. امبولانس نه و. په روغتون کې نیم ساعت ژوندی و او ساه یې ورکړه.»

د عبدالقهار ورور عبدالعزیز غیرت څرګندوي:«موږ نه د امنیت له رییسه ګله لرو، نه له کورنیو چارو له وزیر نه او نه هم د دفاع له وزیر نه ګله لرو؛ زموږ کله له هغه ځایه ده چې کار د کار اهل ته نه سپارل کېږي.» 

په یولسمې حوزه کې له چاودنې شېبه وروسته د کورنیو چارو وزارت مخې ته بله چاودنه وشوه.

د پېښې شاهدان وایي چې چاودنه د پوځ پر یوه رنجر موټر شوې ده چې له امله یې د دغه موټر چلوونکی، یوه مېرمن او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
 
د کابل اوسېدونکی محمود په دې اړه څرګنده کړه:«جناب امرالله صالح، ښاغلی خالد، جناب اندرابي، ښاغلی ضیا سراج باید ځواب ورکړي. تاسې له دوی پوښتنه وکړئ چې ترکله به خلک له دغه حالت سره ژوند وکړي. البته بې دفاع خلک. یا دې سم د خلکو سم امنیت ونیسي یا په عزت سره دې خوشې کړي.»

د ولسمشر د لومړي مرستیال له لوري د کابل د امنیت د ټینګښت د مسوولیت له اخېستو، ۳۷ ورځې وروسته، دا ښار لاهم په معمول ډول هره ورځ د  چاودنې او هدفي وژنو په ګډون د امنیت ضد پېښو شاهد وي.

پر امرالله صالح له نیوکو سره سره نوموړی وایي چې تر اوسه یې د پلازمېنې له امنیتي مسوولینو سره ۳۲ غونډې کړې دي. دی زیاتوي چې د شپږنیمو له غونډو پرته بل هېڅ مهم فعالیت نشته او تر اوسه یې هېڅ یو مسوول له دندې نه دی لرې کړی.
 
امرالله صالح اعلان کړی دی چې په تېره یوه میاشت کې په پلازمېنه کې دوه موټربم ځانمرګي بریدونه، ۱۵ د ترور پېښې، د ماین ۳۱ چاودنې، د توغندیو د توغولو یوه پېښه؛ د پنځو لاسي بمونو د غورځولو پېښې او د دغه ښار په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو پر پوستو ۳۵ وسله وال بریدونه شوي دي.

کابل په وروستۍ میاشت کې د څو خونړیو ترهګریزو پېښو شاهد و؛ د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز او د کابل پر پوهنتون بریدونه پر دغې میاشت کې تر ټولو ستر بریدونه وو.

شریک یي کړئ