Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنیوا ناسته؛ ګډوالو د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار وکړ

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر نن(دوشنبې د لیندۍ په ۳مه نېټه) د افغانستان سولې په تړاو د جینوا دوه ورځني کنفرانس پرانیستنه کې وايي چې د سولې روانې هڅې باید هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت لامل شي.

ښاغلي اتمر همداراز زیاته کړه چې پرته له کومې هوکړې افغان حکومت د طالبانو زرګونه بندیان ازاد کړل، خو طالبانو له ژمنو خلاف هېواد کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

هغه همداراز زیاته کړه چې د سولې روان هڅې باید هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت لامل شي.

د دغې ناستې دوهمه وینا واله د هېواد لومړۍ مېرمن، رولا غني وه چې خپلو خبرو کې یې وویل:«افغانې ښځې هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې له هڅو ملاتړ کوي.»

هغې زیاته کړه:«افغانې مېرمنې له نړیوالې ټولنې تمه لري، څو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره په صادقانه توګه ملاتړ وکړي، او د ډموکراتیکو ارزښتونو، بشري او مدني حقونو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ ووسي.»

د کنفرانس بل ویناوال هم د سولې په چارو کې د دولت وزیر، سیدسعادت منصور نادري و، هغه هم هېواد کې د جګړې پر پای ټینګار وکړ.

ښاغلي نادري وویل:«موږ له هغې سولې ملاتړ کوو چې هېواد کې د جګړې د پای لامل شي.»

په همدې حال کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېښنرې، میشایل باشلیت وویل چې افغانستان کې د تاوتریخوالیو زیاتوالي سره ډېر ماشومان زیانمن شوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزی په دې باور دی چې که د بشري حقونو او د تېرو کلونو په ترڅ کې د لاسته راوړنو له ساتنې ډاډ ورنکړل شي، نو تلپاتې سوله به ممکنه نه وي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره، شهرزاد اکبر هم خپله وینا کې څرګنده کړه چې هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې لپاره رامنځته شوی باور زیانمنوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې، اریکسون سوریده هم په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمښت ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې تاوتریخوالی دغه هېواد کې زیاد شوی.

د جینوا کنفرانس کوربه ملګري ملتونه، فنلند او د افغانستان حکومت دي.

جینوا کنفرانس کوربه ملګري ملتونه، فنلند او د افغانستان حکومت دی.

شریک یي کړئ