Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو: له افغانستانه په بېړه وتل به لاسته راوړنې له منځه یوسي

د ناټوعمومي منشي خبرداری ورکړی که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان څخه ووځي ،احتمال لري په دغه هېواد کې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

ینس سټولټنبرګ وايي تر هغه وخته چې په افغانستان کې د ناټو نظامي شتون په مسؤلیت سره پای ته ونه رسيږي ،ډیر امکان سته چې دغه هیواد به یو ځل بیا د تروریستي ډلو په خوندي پټنځای بدل شي.

 د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار اچ ار مک ماسټر خبرداری ور کړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به د طالبانو د بریا په معنی وي.

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وخت مخکې وتل د یوې خطرناکې پروژې له پلي کولو سره پرتله کوي.

د ناټو سرمنشي، ینس استولتنبرګ وايي:"‎که  ډ‌یر ژرووځو، که په بېړه ووځو، ښايي خپلې ټولې هغه لاسته راوړنې چې تر لاسه کړي مو دي ؛ له لاسه ورکړو او دا یوه خطرناکه پروژه ده . نو له همدې امله هغه څه چې اوسمهال څرګند دي؛ دا دي چې متحده ایالتونو د  ځواکونو د کمولو هوډ لري، خو هغوی د افغانستان د پرېښودو هوډ نه لري."

له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له مخې؛ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر  باید تر پنځو  نورو میاشتو پورې بشپړ شي.
 
د ناټو سرمنشي زیاتوي:"‎موږ د طالبانو او دولت تر منځ له خبرو چې روانې دي، په کلکه ملاتړ کوو او د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک یوه برخه، دا ده چې ټولو نړیوال ځواکونه باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې ووځي. نو له همدې امله د راتلونکي کال په لومړیو کې موږ باید سخته پرېکړه وکړو. داچې یا ووځي او لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړو او یا داچې پاتې شو او وروسته په ننګوونکو پوځي عملیاتو کې د افغانستان د غوښتنې له مخې خپل ګډون ته دوام ورکړو."

بل خوا مک ماسټر له سي بي اس سره په مرکه کې له افغانستانه په بېړه د وتلو په تړاو خبرداری وکوي.
 
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار، اچ آر مک ماسټر وايي:"‎که طالبان د افغانستان پراخې سیمې ونیسي. هغو ترهګرو سازمانونو ته به  چې غواړي د سپټمبر د یوولسمې په مقیاس زموږ پر وړاندې عام وژنه وکړي امن پناه ځای برابر کړي او له هغوی به ملاتړ وکړي، موږ ددې ډلې پر وړاندې ډیر ناامنه او زیانمنونکي اوسو. موږ په وتلو سره په واقعیت کې  طالبان پیاوړي کوو."

هغه د امریکا منتخب ولسمشر ته هم پيغام لري.
 
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار زیاتوي:"‎‎له طالبانو سره د واک وېش څه ډول دی. آیا دا په دې مانا ده چې د نجونو هر ښوونځي په بلدوز وران شي ؛آیا دا په دې په دې مانا دی چې د شنبې پر نورو ورځو د فوټبال په لوبغالي کې ډلییز اعدامونه وشي .زه فکر کوم هغه کار چې موږ کوو، د کرکې وړ دی او زه هیله من یم چې دولت باید یوځل بیا د هغه څه له مخې چې زموږ په ګټه دي، دا بهیر له سره و ارزوي."

که څه هم امریکا تر دوو میاشتو کمې مودې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر دوه زرو پنځه سوو ته کموي، خو د ناټو اوه زره سرتېري به لاهم په دغه هېواد کې حضور ولري.
 
شریک یي کړئ