Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان له سخت ژمي سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د سږ کال ژمي کې به میلیونونه افغانان له سختو ستونزو، جګړې او ناسمې تغذیې سره مخامخ وي.

یاد پروګرام یوه راپور کې ویلي جګړې، کوویډ۱۹ ناروغي او د هوا بدلون هغه درې لاملونه دي چې افغانان به له نا امنیو او ناسمې تغذیې سره مخامخ کړي.

د راپور له مخکې کابو ۱۷ میلیونه افغانان له نا امنیو او سوتغذیې سره مخ دي، همداراز کابو ۴۰ میلیونو نور هم له نا امنیو او د ناسمې تغذیې له زیاتېدو سره مخکېدونکي دي.

د خوړو پروګرام وايي چې اوس مهال نېږدې درې میلیونه ماشومان، امیندوارې او شېدې ورکوونکې ښځې هم له ناسمې تغذیې زوریږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مالوماتو له مخې د یاد شمېر له ډلې نېږدې یو نیم میلیون یې ۵ کلنۍ د کم عمر نجوني او هلکان دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د مالوماتو له مخې نېږدې یو نیم میلیون ماشومان چې له ۵ کلنۍ د کم عمر نجونې او هلکان دي د خوړو له ناسم خوندیتوبه زوریږي

شریک یي کړئ