Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنیوا څنډې درېیمه ناسته؛ افغانستان ته د مرستو پر دوام ټینګار

د جنیوا څنډې درېیمه ناسته تېر ماښام(دوشنبې د لېندۍ په ۳مه نېټه) "د اقتصادي لومړیتوبونو او د مرستو اغېزمنتیا" تر نامه لاندې ترسره شوه.

د افغانستان حکومت په دې ناسته کې پر ځان بساینې ته د رسېدو پورې د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.

د مالیې وزیر، عبدالهادري ارغندیوال په دې اړه وايي:«پر ځان بسیاینې تګلاره مو چې چمتو کړې ده. په ۲۰۲۵ کال کې به عادي بودجه له کورنیو سرچینو تمویل کړو. تر هغې موږ له نړیوالو ملګرو له فني او مالي ځواکمن ملاتړ ته اړتیا لرو.»

په همدې حال کې د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح پر غیر دولتي بنسټونو او نجیوګانو نیوکې سره وايي چې دوی له مرسته کوونکو سره د اړیکو له مخې هغه پېسې چې لګوي یې، په اړه یې ځواب نه وايي.

ښاغلی صالح زیاتوي:«د افغانستان دولت پر ۶۰ سلنې پیسو چې افغانستان ته راځي، هېڅ واک نلري.»

د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې مرستیالۍ سرپرست، جان بارسا څرګندوي:«یوه جدي اندېښه افغانستان کې خصوصي پانګونې برخه کې فساد او له ستونزو ډک اداري بهیر دی. د دې لپاره چې افغانستان د یوه اقتصادي محور باندې بدل شي، اړتیا ده چې دا ستونزې هوارې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت په اغېزمنه توګه د نړیوالې ټولنې د مرستو پر لګولو ټینګار کوي او هڅه کوي چې ګټورې لارې ورته مومي.

د مالیې وزیر، عبدالهادي ارغندیوالي په دې تړاو وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ملي بودجه له کورنیو سرچینو تمویل کړو

شریک یي کړئ