د کابل پولیس وايي چې نن سهار(چهارشنبې د لړم لېندۍ په ۵مه نېټه) د کابل ښار دولسمې ناحیې اړونده سیمه کې پر یوه پوځي موټر د مقناطیسي ماین، د چاودنې له کبله څلور کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، ټپیانو کې دوه پوځیان او دوه ملکیان شامل دي.
د کابل پولیسو خبر پاڼه کې راغلي دي چې چاودنه سهار کابو اووه بجې شوې په داسې حال کې شوې چې پر یوه پوځي موټر نښلول شوی ماین چوولی دی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.