Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پومپیو: د مرکچي پلاویو پرېکړې د مرستو پر بهیر اغېزه لري

د امریکا متحده ایالات وایي، افغانستان سره د نړۍوالو د مرستو یوه برخه په دې شرط ده چې د سولې مذاکراتو کې پرمختګ وشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه واشنګټن، افغانستان څخه د مالي د ملاتړ په بدل کې، د سولې بهیر کې پرمختګ او فساد سره مبارزه غواړي.

له افغانستان سره د راتلونکي کال لپاره د امریکا د ۶۰۰ میلیونه ډالرو له اعلان وروسته، مایک پومپیو په دوحه کې د سولې مرکچيانو ته په خطاب کې ویلي چې، په سولې بهیر کې د دوی پرېکړې له افغانستانه د نړۍ د ملاتړ پر څرنګوالي او څومره والي اغیز لري.

ده څرګنده کړې ده:«‎زه غواړم په روښانه ټکو ووایم چې، په سولې بهیر کې هر ډول پرېکړې به د راتلونکو نړۍوالو مرستو پر څومره والي اغیز ولري. امریکا په ډېرې لېوالتیا سره په هغو چارو کې چې په یوه کال کې یې مطرح کړي د پرمختګ په تمه ده.»

مایک پومپیو په افغانستان کې تاوتریخوالی لوړ او د نه منلو وړ بولي.

هغه همداراز له کابله هم غواړي چې د فساد پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي.
ښاغلي پومپيو زیاته کړې ده:«‎‎افغان حکومت هم باید په هماغه دول چې افغان ولس ترې تمه لري، د امنیت او ټیکاو د اساسي عناصرو د اجرا لپاره خپله ونډه سرته ورسوي. زه د اقتصادي اصلاحاتو، د فساد پر ضد د رښتینو هڅو، د نشه يي توکو د منعه کېدو، د مذهبي آزادیو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي، د خصوصي برخې لپاره د یوې مناسبې فضا د رامنځته کولو او پر ځان د بسیا کېدو لپاره د رغنده ګامونو په اړه خبرې کوم.»

له بل لوري المان خبرداری ورکوي چې، له وخت مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د دغه هېواد پر سولې بهیر منفي اغیز وکړي.

د المان دفاع وزیر، انګریت کرامپ کارن بایر زیاتوي:«‎له وخت مخکې شاته تګ، لومړی امریکا او بیا په اټکلیز ډول د ناټو ځواکونو وتل په دې مانا دي چې، د دغو سختو خبرو د مخته وړلو لپاره به لازمه موکه بیا په لاس رانه شي.»

دغه المانۍ چارواکې همداراز وايي، د دغه هېواد سل نظامي روزونکي له کندزه مزارشریف ته ځي او د اړتیا پر مهال به بیا ځلي هغه ولایت ته ولاړ شي.

له بل لوري المان خبرداری ورکوي چې له وخت مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د دغه هېواد پر سولې بهیر منفي اغیز وکړي.

شریک یي کړئ