Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسټرالیا افغانستان کې په جنګې جرایمو ۱۰تورن سرتېري ګوښه کړل

د اسټرالیا ای بي سي شبکې د راپور له مخې د دغه هېواد حکومت نن(پنجشنبې د لیندۍ په ۶مه نېټه) لږ تر لږ لس سرتېري چې افغانستان کې یې په جنګي جرایمو کې لاس درلود، له دندو ګوښه کړي دي.

راپور کې راغلي دي چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو نورغړي چې د ملکي کسانو په وژلو او له زندیانیانو سره په بد چلند تورن دي له ګوښه کولو او نورو انضباطي اخطارونو سره مخامخ دي.

د راپور له مخې د دغو سرتېرو له ډلې ډېر یې د وژنو شاهدان دي، خو ۱۹ یې تورن پېژندل شوي دي.

افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو لخوا د جنګي جرایمو له تایید وروسته د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو قومندان، جنرال انګس کمپبل تر خپل فرمان لاندې ځواکونو ترمنځ د اصلاحاتو له راوستو وویل.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو ۱۱ کلن شتون په تړاو تېرو څلورو کالو کې ارزونه ښیې چې د یاد هېواد سرتېرو افغانستان کې په ځانګړې توګه ارزګان کې د لږ تر لږه ۴۰ ملکي کسانو په وژنه کې لاس درلود.

د دغو څېړونو پر بنسټ، په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د خپلې حضور په دوره کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ زیږدیز کال پورې د ۳۹ افغان بزګر او ولسي وګړو چې زنداني وو په وژنه کې لاس لری دی.

په رپوټ کې د ۵۷ وژنو دوسیې ارزول شوي دي او کابو زر تنه د هغه په اړه شاهدي ورکړې ده.

اسټرالیا د واشنګټن یو له نږدې متحدانو اسټرالیا افغانستان ته په ۲۰۰۵ کال په وزرګونه ځواکونه واستول او ډېری دغه ځواکونه په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای شول.

که څه هم په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې پای ته ورسېد، خو د اسټرالیا ۴۰۰ سرتېري افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو نورغړي چې د ملکي کسانو په وژلو او له زندیانیانو سره په وزرونې تورن دي له ګوښه کولو او نورو انضباطي اخطارونو سره مخامخ دي

شریک یي کړئ